Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۱۵ زرو واوښتې

د عامې روغتیا وزارت نن(یکشنبې د غبرګولي په ۱۱مه نېټه) وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې له تازه ثبت شویو شمېرو سره هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۵ او ۲۰۵ ته ورسېدې چې له ډلې یې ۱۳زر او ۶۲۰ یې فعالې دي.

د ورکړل شویو مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس لپاره ۱،۱۱۲ نښې کتل شوې دي.

همداراز د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه ۸تنه د کووید نوولس ناروغان مړه شوي دي او ۲۵ نور روغ شوي دي.

د تازه اعلان شویو پېښو له مخې کابل کې بیا ډېر شمېر ثبت شوې چې (۳۷۱) دي او ورپسې هرات (۱۱۱)، بلخ (۷۵)، سمنګان (۳۳)، تخار (۲۲)، ننګرهار (۲۱)، لغمان (۱۸)، بغلان (۱۱)، کنړ (۶)، لوګر (۷)، پروان (۲)، بامیان (۲) و دایکندي (۱)، پېښې دي.

هېواد کې د کرونا ویروس لپاره تر اوسه ۳۸ زره او ۴۶۰ نښې کتل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۵ او ۲۰۵ ته ورسېدې چې له ډلې یې ۱۳زر او ۶۲۰ یې فعالې دي

شریک یي کړئ