Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس ۵۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۶ تازه مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.

د یاد وزارت ویاند، وحید مایار نن(سې شنبې د وري په ۱۹مه نېټه) وايي چې د یاد ثبت شوي شمېر له مخې ۲۷ یې په هرات، ۱۲ کابل، ۱۰ کندهار،۵ بلخ او ۲ هم په ننګرهار ولایت کې دي.

همداراز د هرات ولایت روغتیايي مسوولین وايي چې په دې ولایت کې د ۲۷ ثبت شویو پېښو له ډلې ۲۱ یې نارینه او ۶ یې ښځې دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند،  محمدرفیق شېرزی وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰ د کرونا ویروس مشکوکې پېښې لابراتوار ته رسېدلې وې. له دې سره هرات کې د کووید۱۹ ناروغانو شمېر ۲۵۷ کسانو ته ورسید.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې د کووید ۱۹ ناروغانو د تازه شمېرو ثبت سره هېواد کې په یادې ناروغۍ ثبت شوی شمير ۴۲۳ ته ورسید.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په هرات کې ۲۷، په کابل کې۱۲، کندار کې ۱۰، بلخ کې ۵ او ننګرهار کې ۲ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي

شریک یي کړئ