د عامې روغتیا وزارت نن(یکشنبې د غبرګولي په ۱۱مه نېټه) د کرونا وریوس دمثبتو پېښو تازه شمېر اعلان کړ چې له مخې یې چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۵۸ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې له تازه ثبت شویو شمېرو سره هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۷،۲۶۷ته ورسېدې چې له ډلې یې ۱۵زر او ۴۵۱ یې فعالې دي.
د ورکړل شویو مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس لپاره ۱۳۲۳ نښې کتل شوې دي.
همداراز د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه ۲۴ تنه د کووید نوولس ناروغان مړه شوي دي او ۷۸ نور روغ شوي دي.
د تازه اعلان شویو پېښو له مخې کابل کې بیا ډېر شمېر ثبت شوې چې (۳۳۲) دي او ورپسې هرات (۲۱۶)، بلخ (۵۲)، کندهار(۵۴)، جوزجان(۴۸)، لوګر(۱۹)، سمنګان(۲)، فاریاب(۱۱)، کنړ(۱۱) بدخشان او نورستان ولایتونو کې پنځه پنځه پېښې ثبت شوې دي.
اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۹۴ دی او د روغو شویو بیا۱۵۲۲ دی.