Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کورونا ویروس ۱۷۹ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایارنن شنبې (د غوايي په ۱۳مه) په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د ۱۷۹ مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکوي.

د ۱۷۹ نویو پېښو له ثبتېدو سره، اوس په هېواد کې د مثبتو پېښو ټولیز شمېر ۲،۳۴۹ ته ورسېد.

ښاغلي مایار په دې اړه زیاته کړه چې د دغو ۱۷۹ پېښو له ډلې ۷۶ کابل، ۲۳ هرات، ۱۸ بلخ، ۱۶ جوزجان، ۱۵ کندهار، ۱۰ غزني، ۷ بغلان، ۵ لوګر، ۴ تخار، ۳ غور، ۲ زابل، او یوه پېښه هم په هلمند ولایت کې ثبت شوې ده.

هغه زیاتوي چې د وژل شویو شمېر هم ۷۲ تنو ته رسېدلی او تراوسه ۳۳‍۱ تنه نور روغ شوي دي.

هغه وايي چې ۲۴۹ روغتیايي کارکونکي هم په دغه ویروس اخته شوي دي. چې تېره ورځ د دغو کسانو شمېر ۲۲۸ تنو ته رسېد.

هغه زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۵۶۹ بېلګې اخیستل شوې او ازمویل شوې دي.

دا په داسې حال کې دی چې په نړۍ کې د دغه ویروس له امله د قربانیانو شمېر څه باندې ۲۳۸ زرو تنو او څه باندې درې مېلیونه او ۳۰۰ زره تنه پرې اخته شوي دي.

تراوسه څه باندې یو مېلیون تنه په نړۍ کې بېرته جوړ شوي دي. 

شریک یي کړئ