Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کورونا ویروس ۶۲۳ نوې مثبتې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت نن جمعه (د غبرګولي په ۹مه) په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس د ۶۲۳ نویو مثبتو پېښو له ثبت خبر ورکوي.

د دغه وزات د شمېرو پربنسټ، په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۱۳زره او ۶۵۹ پېښتو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت معلومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله ۱۱ تنه مړه شوي چې اوه تنه یې په هرات، دوه تنه یې په خوست، یو تن په کابل او یو تن هم په بلخ کې دی. له دې شمېر سره په ټول هېواد کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله د ټولو مړه شویو کسانو شمېر ۲۴۶ تنو ته رسېږي.

همدارنګه هغه پنځوس تنه چې په کورونا ویروس اخته وو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روغ شوي دي. په ټول هېواد کې د ټولو روغو شویو شمېر هم  ۱۲۵۹ تنو ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ په هېواد کې د کورونا ویروس د فعالو پېښو شمېر ۱۲ زره او ۱۵۶ تنو ته رسېږي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ډېرې پېښې (۲۷۱ پېښې) په کابل کې ثبت شوې دي. له هغې وروسته ۱۷۹ پېښې په هرات، ۶۷ پېښې په ننګرهار، ۳۳ پېښې په بلخ، ۱۸ خوست، ۱۳ لغمان، ۱۰ پروان، ۱۰ بدخشان، ۹ پکتیکا، ۹ په بامیان، ۷ په پکتیا، ۳ په لوګر، ۲ تخار او یوه یوه پېښه هم په ګونر او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ۵۰ تنه چې روغ شوي دي ۱۵ تنه یې په کابل، ۲۱ تنه یې په پکتیکا، ۵ تنه یې په هرات، درې تنه په خوست او یو تن یې په نورستان ولایت کې و.

دا په داسې حال کې ده چې د اختر په ورځو کې کابل کې تګ راتګ زیات و، له اختر وروسته بیا ځلې کم شوی دی. خو د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ ګواښ وکړ چې خلک باید محدودیتونه رعایت کړي. 

شریک یي کړئ