Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کورونا ګواښ؛ یوه ورځ کې ۸۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په یوه ورځ کې د کورونا ویروس ۸۶۶ مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱،۴۲۵ بېلګې معاینه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې تنه د کووېډ نولس ناروغۍ له امله مړه شوي او ۴۴ تنه نور روغ شوي دي.

د دغه وزارت په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۷ بېلګې ه کابل کې ازمایل شوي چې ۴۱۱ بېلګې یې مثبتې تشخیص شوي دي.

همدارنګه په هرات ولایت کې ۱۷۷، په بلخ کې ۳۹، په تخار کې۲۹، په بغلان کې ۲۸، په پروان کې ۲۷، په بادغیس کې ۲۶، او بغلان کې ۱۹، په کندوز کې ۱۶، په کاپيسا کې ۱۵، په غزني کې ۱۰، په پنجشېر کې ۶، په بدخشان کې ۴، په وردګو کې ۳ او په فاریات کې هم ۲ پېښې ثبت شوې دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مړینې درې پېښې په فراه، لوګر او پکتیا ولایت کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، ۴۴ تنه روغ شويو ناروغانو له ډلې ۶ په کابل، ۱۷ په هرات، ۱۶ په بادغیس او ۵ هم په کندوز کې ثبت شوي دي.

په هېواد کې د کورونا ویروس د فعالو ناروغانو شمېر ۱۲ زره او ۹۷۳ تنو ته رسېږي.

تراوسه د عامې روغتیا وزارت ۳۷ زره او ۳۴۸ بېلګې معاینه کړي دي. 
 
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱،۴۲۵ بېلګې معاینه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه