Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د کووید ۱۹ له کبله د دوهم ناروغ مړینه

د عامې روغتیا وزارت هرات ولایت کې په کووید ۱۹ ناروغۍ د یوې اخته ښځې له مړینې خبر ورکوي.

یاد وزارت نن(چهارشنبې د وري په ۶مه نېټه) وايي چې مړه شوې ښځې ۴۵ کاله عمر درلود.

دا هېواد کې د کووید۱۹ ناروغۍ له کبله دوهمه مړینه ده، مخکې له دې بلخ ولایت کې یو کس د یادې ناروغۍ له کبله مړ شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د کووید۱۹ ناروغانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

تېره شپه د عامې روغتیا وزارت هرات کې د ۳۴ تازه پېښو د ثبت خبر ورکړ.

اوس مهال هېواد کې د کرونا په ویروس ۷۸ تنه اخته دي.

دا په هېواد کې د کرونا ویروس له کبله دوهم کس دی چې مړ کیږي

شریک یي کړئ