Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۹۹ تنو ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د کووېډ نولس مثبتو پېښو شمېر ۲۹۹ موردونو ته ورسېد.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار نن (شنبې، د وري په ۱۶مه) وویل چې کابل کې د کرونا ویروس ۱۱ نوې پېښې په کابل، دوه په سمنګان او یوه یوه هم په بلخ، کندوز، غزني، لوګر او فاریاب ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د نویو شمېر پربنسټ، تراوسه پر کووېډ نولس ناروغۍ ۷ تنه مړه شوي او د ۱۲ تنو درملنه شوې ده.

په نړۍ کې د کووېډ نولس ناروغۍ د قربانیانو شمېر څه باندې ۵۹ زره او د پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر یو مېلیون او ۹۸ زره تنو ته رسېدلی دی.

کرونا ویروس په څه باندې ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوی او دغه هېوادونه یې له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

بلخوا څه باندې ۲۲۸ زره تنه تر درملنې وروسته جوړ شوي دي.

د نړۍ ډېری هېوادونه، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره، پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

شریک یي کړئ