په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتوالي سره هم مهاله، په هرات کې د غالب خصوصي پوهنتون څېړونکي توانېدلي چې د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د کووېډ نولس ناروغۍ د مالومولو کېټونو یا وسایلو سل نمونې جوړې کړي.
سید حسین موسوي وايي د څو نورو ویروسي ناروغیو د مالومولو د وسایلو د جوړولو تجربه هم لري او له څو میاشتو راهیسې یې د دغو وسایلو د جوړولو لپاره کار کړی دی.
ښاغلی موسوي وايي په دغو وسایلو سره په څلرویشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس ۹۰ بېلګې مالومولای شي.
د پوهنتون استاد سید حسین موسوي وايي:«کېټونه ډېر لوړ حساسیت لري. د مالکیولور کېټونه د دې لپاره سینسیویټي، حساسیت او لوړه ځانګړنه لري او له ۹۵ سلنه لوړ تشخیص کوي.»
د دغو کېټونو او یا وسایلو په جوړولو کې د امریکا، ډنمارک او ایران یو شمېر طبي پوهانو هم همکاري کړې ده.
دغه څېړونکي وايي د دولت په همکارۍ کولای شي په دې برخه کې د افغانستان د اړتیاوو یوه برخه پوره کړي.
ښاغلی موسوي زیاتوي:«دولت دې له موږ څخه ملاتړ وکړي. موږ له دې هم په لوړ کیفیت سره کېټونه جوړوو او هم په ټيټه بیه جوړوو.»
په هرات کې د غالب پوهنتون رییس محمد ناصر رهیاب هم په دې اړه وویل:«دم کړۍ ۳۰۰ کېټونه چمتو شوي دي، انشاالله چې دا وړاندې کېږي او د عامې روغتیا وزارت او نورو څېړنیزو مرکزونو له تایید وروسته موږ به ګڼ شمېر دا بازار ته تولید کړو.»
په اوسني وخت کې په افغانستان کې د کورونا ویروس د مالومولو ډېری وسایل له چین، ایران، متحده عربي اماراتو او چک جمهوریت څخه راوړل کږي او په ځینو موردونو کې لابراتوارونه د کېټونو له کمښت سره مخامخ کېږي.
له بلخوا په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې بیلګې په زیاتېدو دی او په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۵۲۵ ته رسېدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح په دې اړه وویل:«له خلکو څخه زموږ هیله دا ده چې د روغتیا وزارت سپارښتونو ته پاملرنه وکړي، د خلکو په مرستې انشاالله کولای شو کورونا ته ماتې ورکړو. که چېرې د خلکو مرسته نه وي، خدای مه کړه له یوه انساني کړکېچ سره به مخ شو.»
تراوسه کابل او هرات د کویډ نولس ناروغۍ تر ټولو زیات قربانیان لري، ۲۴۶ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او ۶۲۳ تنه روغ شوي دي.