Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان ته د مصنوعي ساه اخیستو د ۳۲ دستګاوو قاچاق کېدل

د پژواک خبري اژانس د رپوټ پربنسټ د مصنوعي ساه ۳۲ دستګاوې له هېواده پاکستان ته قاچاق شوې دي.

د هغو سندونو پر بنسټ چې دغه خبري اژانس ته رسېدلي دي دا دستګاوې د عامې روغتیا له وزارت څخه غلا شوي او له ۱۸ زرو تر ۲۵ زرو ډالرو ارزښت لري.

دا رپوټ په داسې حال کې خپرېږي چې په هېواد د کووېډ۱۹ ناروغانو د درملنې په برخه کې د طبي وسایلو او په ځانګړې توګه د مصنوعي ساه اخیستنې د دستګاوو د کمښت په اړه شکایتونه شته.

پژواک د ساه اخیستنې د دغو دستګاو ټولیز ارزښت، ۶۰۰ زره ډالره بولي او زیاتوي چې، د دغو دستګاو د پېر او قاچاق معامله د وټس اپ له لارې ترسره شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وايي:«د عامې روغتیا وزارت د ونټلاټورونو د غلا او قاچاق موضوع ردوي ټول هغه ونټلاټورونه چې مرسته شوي دي د عامې روغتیا وزارت مرکزي څانګې ته راغلي دي او هلته ثبت او څېړل کېږي او روغتونونو ته لېږدول کېږي.»

د دغه رپوټ پربنسټ، یو افغان سوداګر هڅه کوي دغه دستګاوې په پېښور کې له قاچاقچیانو په پېښور کې وپېري او بېرته یې افغانستان ته راوړي.

دغه رپوټ همداراز کاږي، د قاچاقچیانو استازو ویلي چې، د مصنوعي ساه اخیستنې دغه دستګاوې یوه بنسټ د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره مرسته کړې وه.

په دې اړه د ولسي جرګې غړو هم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې په دې اړه دې د عامې روغتیا وزارت له چارواکو وپوښتل شي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وايي:«له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د لګښتونو په اړه باید پرېکړه وشي چې وزیر د ځواب وینې لپاره ولسي جرګې ته راوبلل شي.»  

پاکستان ته د مصنوعي ساه اخیستنې د دغو دستګاو قاچاق کېدل د هېوادوالو له سختو غبرګونو سره مخ شوي دي.

د پلازمېنې اوسېدونکی صفي الله وویل:«په داسې حال کې چې زموږ ناروغان مري، له عامې روغتیا وزارت څخه تنفسي دستګاوې پاکستان ته قاچاق کېږي.»

د کابل بل اوسېدونکی عبدالسمیع محمودي هم وايي:«د دغو دستګاوو قاچاق د ملت په حق کې جفا ده.»

عامې روغتیا وزارت وايي، دمګړۍ د مصنوعي ساه اخیستنې ۳۱۴ دستګاوې په واک کې لري او شاوخوا ۴۰ دستګاوې خرابې شوې دي.
 
د مصنوعي ساه اخیستنې دستګاوې د کوویډ۱۹ هغو ناروغانو ته کارول کېږي چې وضعیت یې ډېر نازک وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه