Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د کرونا مثتبې پېښې ۹۴ ته ورسېدې

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د دغه هېواد سند ایالت کې د کرونا ویروس ۴۱ تازه پېښې ثبت شوې دي.

د ډان خبري رسنۍ د راپور له مخې چې نن(دوشنبې د کب په ۲۶مه نېټه) خپور شوی، د تازه پېښو له ثبت سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۴ ته رسېدلی دی.

پاکستان کې په کرونا ویروس اخته کسان له ایران سره پر پوله "تفتان" ښار نه ایران ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې چین کې د کرونا ویروس د پیښو ثبت کم شوی دی. نن په دغه هېواد کې یوازې ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

china

د کرونا ویروس نېږدې څلور میاشتې مخکې د لومړي ځل لپاره چین کې خپره شوه او اوس مهال د نړۍ له یو سلو لسو ډېرو هېوادونو کې له سلو زرو ډېر کسان پرې اخته دي.

چین کې وروستۍ ۱۶ پیښې په ووهان ښار کې ثبت شوې دي، چېرې چې د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره په کې خپور شو.

په همدې حال کې چین کې ۸۳۸ تنه هم له درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوي دي.

په ټوله کې چین کې د کوید نوولس نارغۍ له کبله ۳۲۱۳ تنه مړه شوي دي او ۶۷۷۴۹ تنه نور پرې اخته دي.

د کرونا ویروس له کبله د کوید نوولس ناروغي اوسمهال په چین کې د کمېدو او په نړۍ کې د پراختیا په حال کې ده.

شریک یي کړئ