Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بلخ کې د کووېډ نولس ناروغۍ د تشخیص لومړنی مرکز پرانیستل شو

په مزارشریف کې د کووېډ نولس یا کرونا ویروس د تشخیص لومړنی مرکز نن (شنبې، د وري په ۱۶مه) پرانیستل شو.

د بلخ د عامې روغتیا رییس خلیل الله حکمتي وايي چې دغه لابراتوار په یوه ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۰ پېښو د تشخیص وړتیا لري او تر راتلوونکې یوې اوونۍ د دغه مرکز د تشخیص وړتیا به په ورځ کې دوه سوه پېښو ته لوړ شي.

هغه زیاته کړه:«یوه ښه اسانیتا رامنځته شوې، په تېرو کې موږ اړ وو چې ټېسټ ټرانسپورټ په مرسته کابل ته ولېږدوو چې دغه لېږد په خپله یو ستر ریسک و.»

تراوسه د افغانستان په درې ولایتونو کابل، هرات او ننګرهار کې - د کووېډ نولس ناروغۍ د تشخیص لابراتوارونو فعالیت درلود او دغه لابراتوارونه په ورځ کې د ۶۰۰ پېښو د تشخیص وړتیا لري؛ ۴۰۰ په کابل، ۱۰۰ هرات او ۱۰۰ هم ننګرهار کې.

تراوسه په بلخ ولایت کې د کرونا ویروس څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې د هغوی یو تن مړ شوی دی. د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، د دغو ناروغاتو یو بل تن هم تر درملنې وروسته جوړ شوی دی.

د بلخ سیمه ییزو مسوولینو هم د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ځینې پروګرامونه جوړ او عملي کړي دي. 

په مزارشریف ښار کې عمومي ځایونه، لوی پلورنځي او روزنیز مزکزونه تړل شوي او ډېر ژر به په دغه ښار کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولو بهیر هم پیل شي.

د بلخ والي محمداسحاق رهګذر په دې اړه وویل:«د یوې اوونۍ په لړ کې یا له هغې څخه په لږ وخت کې، باید هر ډول چې کېږي د نشه يي توکو هغه روږدي چې د کرونا ویروس یو ډېر جدي ننګونه ده دوی باید هغو ځایونو ته چې مشخص کېږي ولېږدول شي.»

تراوسه په ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۲۹۹ مثبتې پېښې ثتب شوې دي او اوه تنه هم مړه شوي دي.

په هېواد کې د کووېډ۱۹ د ناروغانو په شمېر او له امله یې د مړه شویو کسانو په شمېر کې ډېروالي د بلخ اوسېدونکي هم اندېښمن کړي؛ خو بیا هم ځینې خلک د دغې ناروغۍ په اړه د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنو او په ښارونو کې پر تګ راتګ د محدودیت د وضعه کېدو په اړه بې غوري کوي.

د مزارشریف اوسېدونکی غلام سخي وايي:«هغه کسان چې د چوک پر سر راځي دغه ناروغي او بې وسي، هغوی اندېښمن کړي دي.»

تر اوسه په بلخ کې د کووېډ۱۹ څلور ناروغان ثبت شوي، یوه یې مړ شوی، یو یې بیرته جوړ شوی او دوه نور یې لا هم تر درملنې لاندې دي.

تراوسه په بلخ ولایت کې د کرونا ویروس څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې د هغوی یو تن مړ شوی او د یوه بل درملنه شوې ده.

شریک یي کړئ