Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کووېډ نولس ۲۰ ناروغان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت نن شنبې (د چنګاښ په ۷مه) وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له پلازمنې پرته په هېواد کې د کورونا ۱۶۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په تېرې یوې ورځ او شپه کې، پر کورونا ویروس ۲۰ اخته کسان مړه شوي دي او ۳۸۸ تنو روغ شوي دي.

له دغه شمېر سره په هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۰ زره او ۶۱۶ ته او د مړه شویو کسانو شمېر هم ۷۰۳ او د روغو شویو کسانو ټولیز شمېر ۱۰ زره او ۶۹۴ تنو ته رسېدلی دی.

مثبتې پېښې ۳۴ په پکتیا، ۲۷ په هرات، ۲۱ په غزني، ۱۹ په کندهار، ۱۷ په پکتیکا، ۱۰ په خوست، ۸ په نورستان، ۷ په لغمان، ۷ په ننګرهار، ۴ په هلمند، درې په ارزګان او یوه هم په سمنګان کې ثبت شوې ده.

او د مړینې پېښې هم په خوست کې ۹، په هلمند کې ۳، په پکتیا کې ۳، په سمنګان کې ۲، په بدخشان کې ۲ په ارزګان کې هم یوه پېښه ثبت شوې ده.

خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کابل څخه هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې د عامې روغتیا وزارت په دې اړه نور جزییات وړاندې نه کړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه