Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین افغانستان سره د کرونا خپرېدو د مخنیوي لپاره تخنیکي مرستې کوي

چينايي چارواکو نن جمعه (د وري په لومړۍ) د افغانستان او ۱۵ سیمه ییزو هېوادونو له استازو سره له لیرې لارې غونډه کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د بیړنیو مرستو په اړه خبرې اترې کړې دي.
 
په دغه ناسته کې چینایي ډاکتران سربېره پر دې چې د پنځلسو هېوادونو له استازو سره خپلې تجربې شریکوي، په چین کې له کرونا ویروس سره د مبارزې د مرکز د تګلارو په اړه د دغو هېوادونو استازو ته معلومات ورکوي، دغه هېوادونه کولای شي د فوري پېښو پرمهال د چینایي ډاکترانو له مشورو او مسلکي مرستو ګټه پورته کړي.

په کابل کې د چین سفیر وايي هېواد یې چمتو دی په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې پراخې مرستې راولېږي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي:«چین هڅه کوي د ورور، همکار او ګاونډي هېواد په توګه له افغانستان سره لازمې مرستې وکړي، په دې برخه کې به یوازې د چین حکومت نه بلکې چینايي شرکتونه او مرستندویه ادارې مرستې وکړي، دلته به د چین سفارت هم هر ډول مرستې او همکارۍ برابرې کړي.» 

له بلخوا د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي چارو مرستیال وايي ډېر ژر به د تخنکي وسایلو د مرستو یوه الوتکه د کرونا ویروس د پراختیا د مخینوي په موخه له چین څخه افغانستان ته راشي.

له بلخوا په کابل کې د چین سفیر وايي په چین کې د کرونا ویروس په وړاندې په دوه میاشتنۍ مبارزې سره په تېرو دوو ورځو کې په نوموړي هېواد کې د کووېډ نولس ناروغۍ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

نوموړی وایي په چین کې افغان محصلین د دوی د بچیان په شان دي او د هغوی لپاره یې ټول امکانات برابر کړي دي.

در چین در دو روز گذشته هیچ رویداد مثبت ویروس  کرونا ثبت نشده‌است. دیده می‌شود که چین در مبارزه با این ویروس موفق بوده‌است. 

شریک یي کړئ