Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې ګرځ بندیز او د خلکو پر کار او بار د هغه اغېزې

په کابل کې د ګرځ بندیز پر درېیمه ورځ د دغه ښار په لوېدېځ کې ځينې هټیوال او کاګران په کابل د کووېډ ۱۹ د نورو ناروغانو د پېژندلو لپاره د هڅو خبره کوي، خو دوی پر دې اندېښمن دي چې څرنګه به د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي.

 کارګر جان‌علي په دې اړه وايي:«له دې مخکې چې کرونا راشي، لوږه موږ وژني! د دوه مرګونو په منځ کې یوو.»

هټیوال محمدسالم هم څرګندوي:«وېره او بیم دی! وحشتناک وضعیت دی! په بازار کې څوک نشته، خلک قرنطین دي او په خپلو کورونو کې دي.»

پردې سربېره هغه څه چې په پلازمېنه کې ځینو شکمنې مړېنې بلل کېږي، په کابل کې یې دا باور رامنځته کړی چې ډېری دا مړینې چې تر ډېره د قلبي او تنفسي ناروغیو له امله بلل شوي دي؛ له کووېډ نولس ناروغۍ سره تړاو لري؛ هغه څه چې خلک یې په کابل کې د مړینو زیاتوالی بولي.

اخوا اویا کلن یارمحمد چې له کلونو راهیسې د کابل په شمال کې د مړي د خښولو وسایل پلوري وايي چې دغلته دده او د لسګونو نورو چې پر همدې کاربوخت دي؛ په مشتریانو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

خاورو ته د مړي د سپارلو د وسایلو پلورونکی یارمحمد وویل:«که چېرې نږدې په سیمه کې څوک خښ کړي، تابوت نه پېري. همدا د سان تکه اخلي او بس.»

شپيته کلن سید داوود هم چې شاوخوا پنځلس کاله کېږي د کابل په شهدا صالحین کې د قبر د ډبرو پر پلور بوخت دی؛ وایي چې نه یې په خپلو مشتریانو او نه هم په دې برخه کې خاورو ته د مړي د سپارلو په شمېر کې کوم بدلون راغلی دی.

هغه زیاتوي:«د ډبرو د پېرلو لپاره چې هېڅ رانه شي، یو لس تنه راځي او پوښتنه کوي او سوال ځواب کوي.»

خو وحید پيمان هغه خبریال چې په هرات ولایت کې یې د کرونا ویروس خپرېدل له پېل راهیسې تعقیب کړی؛ په هرات کې د شکمنو مړینو او د هغه څه خبره کوي چې د دغو پېښو په څېړلو کې یې د هېواد د روغتیا د برخې ناتواني بولي.

ښاغلی پيمان زیاتوي:«ټولنیز شرم او لابراتواري ټسټونو کموالی، دا دواړه په واقعیت کې کېدای شي چې قصدي وشمېرو چې موږ د مړینې او افغانستان کې حتا پر کرونا د اخته کېدو شمېر ډېر کم ولرو.»

دعامې روغتیا وزارت چې په هېواد کې د ټولو لپاره د کرونا ویروس ازمویل ناشوني بولي؛ ټینګار کوي چې یوازې هغه کسان دا ازموینه کولای شي چې د کووېډ نولس ناروغۍ نښي نښانې په ځان کې ولري.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وايي:«له څلورو تر پنځلس ورځو ځان لیرې وساتئ. تر ټولو غوره سپارښتنه ده چې نړۍ همدا کار کوي. پرمختللي هېوادونه هم همدا کار کوي او موږ او تاسې هم باید همدا کار وکړو. اړینه نه ده چې هر کس ته ټسټ ناشونی دی.»

اوس مهال، هرات د کووېډ ۱۹ د څه باندې سلو ناروغانو په لرلو سره د هغو ولایتونو په سر کې دی چې د کرونا ویروس پېښې په کې ثبت شوي دي.

کابل د دغو ولایتونو پر دویمه لیکه ولاړ دی.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې تراوسه په افغانستان کې د کووېډ نولس پر ناورغۍ ۱۴۵ تنه اخته دي.

شریک یي کړئ