Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابینې کابل کې په تدریجي توګه د بندیزونو لیرې کولو طرحه تایید کړه

د حکومت کابینې نن له غرمې وروسته (پنجشبنې د غبرګولي په لومړۍ) کابل کې په تدریجي توګه د محدودیتونو د لیرې کولو طرحه تایید کړه.

د دغې طرحې پربنسټ صرافان، هټۍوال او وسایط د یوه څرګند مهال وېش پر بنسټ او د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره به خپل فعالیتونه له سره پيل کړي.

د کورونا ویروس ورځ تر بلې پراخېدل او په ښار کې د خلکو پراخ حضور پر کوویډ نولس ناروغۍ د ډېرو هېوادوالو د اخته کېدو په تړاو اندېښنې زیاتې کړي دي.

ولسمشر هم نن په فوق العاده غونډه کې، له خلکو غوښتي دي چې د اختر په ورځو کې په کور کې پاتې شي.

 اوسمهال د کابل والي وایي  چې بې وزلي او د اختر رارسېدل د تګ راتګ د محدودیتونو د لیرې کېدو لامل شوي دي.

د حکومت د تازه پرېکړې له مخې ټاکل شوې ده، پلورنځایونه، عمده پلورنځایونه او فابریکې په مشخصو ورځو پرانستې وي، خو د اختر په ورځو کې به واټونه د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړلې وي.
 
د کابل والي محمد یعقوب حیدري په دې اړه وویل:«وضعیت عادي نه دی، وضعیت بیړنی دی. ویروس د خپرېدو په حال کې دی؛ هر څومره چې وضعیت ښه شي موږ هڅه کوو چې محدودیتونه کم کړو.»

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي که چېرې خلک دا محدودیتونه په پام کې ونه نیسي، په هېواد کې به کورونا ویروس پراختیا ومومي.

وحید مجروح د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي:«یوازې بې وزلي نه ده چې موږ له کوره وځو، کله ځينې غوښتنې دي چې له کوره بهر کېږو؛ د وچې مېوې د پېرلو لپاره په داسې حال کې چې له دغه کار پرته هم کولای شو ژوند وکړو.»

بل خوا د چین حکومت له هغو کسانو سره چې خپل عاید یې له لاسه ورکړي دي، د مرستو بسته افغان حکومت ته وسپارله.
  
په کابل کې د چین سفیر واین یو وویل:«له څو ورځو وروسته کوچنۍ اختر رارسېږي. اختر د یوې ګډې ټولنې ښودونکی دی. له یو بل سره مرسته او همکاري په قرآن کې یوه مهمه مساله ده. موږ به د دې قرآنې مسالې له مخې له اړمنو سره مرسته وکړو؛ تر دې وړاندې موهم افغان حکومت ته د مرستو درې بستې سپارلې دي.»

د اقتصاد وزارت د تازه شمېرو له مخې د هېواد ډېری وګړي له هر اړخیزې بې وزلۍ سره مخ دی. خو اوس لیدل کېږي چې د کورونا ویروس زیاتوالي د بې وزله کسانو ژوند له ډېرو سختیو سره مخ کړی دی.
 
شریک یي کړئ