Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرونا؛ روغتیا وزارت د احتمالي ناورین په هکله ګواښ کوي

د هرې ورځ په تېرېدو سره په هېواد کې د کرونا ویروس ګواښ مخ په زیاتېدو دی او د هغه د خپرېدو لمن نویو ولایتونو ته خورېدو په حال کې ده.

د عامې روغتیا وزارت نوې شمېرې ښيي، چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کوویډ ۱۹ یا کرونا ویروس ۲۷۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو او د کووېډ۱۹ ناروغۍ له امله د مړو په شمېر کې د هرې ورځې په تېرېدو سره ډېروالی راځي.

د کووېډ۱۹ ناروغۍ تازه قربانیان په هرات کې یو ۷۰ کلن نارینه او په دایکندي کې یوه ۶۵کلنه ښځه دي.

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د احتمالي ناورین په هکله ګواښ کوي او له خلکو غواړي چې د دغه وزارت سپارښتنې عملي کړي.

دغه وزارت همدارنګه وايي چې په راتلوونکو اوونیو کې دغه ویروس به په هېواد کې ډېر خپور شي.

دم ګړۍ د کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو په څلورو ازمایښتي مرکزونو کې د کرونا ویروس شکمن ناروغان معاینه کېږي. او په دغه ویروس له ککړو ولایتونو شکمن ناروغان د یادو درېیو ولایتونو په لابراتوارونو کې معاینه کېږي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې دم ګړۍ د هېواد له ۳۰ ولایتونو شکمن ناروغان د دغه وزارت په لابراتوارونو کې ثبت شوي دي.

هرات او کابل ولایتونه په ترتیب د ډېر شمېر اخته کسانو لرونکي دي.

د کابل د روغتونونو رییس خبرداری ورکوي چې په راتلونکو اوونیو کې به د کووېډ۱۹ ناروغانو شمېر به ډېر شي.

د کابل د روغتونونو رییس نظام الدین جلیل څرګنده کړه:«په درې راتلوونکو اوونیو کې یوه حساس پړاو په مخ کې لرو او یوځل بیا له ټولو هېوادوالو هیله کوو چې د عامې روغتیا وزارت تدابیر په ځانګړې توګه په کابل او هرات ښارونو کې جدي ونیسي.»

د کووېډ ۱۹ ناروغۍ له امله د مړو او همداراز پرې د اخته کسانو په شمېر کې ډېروالي په ټولنه کې اندېښنې زېږولې دي.

پولیسانو هم په ځینو ځایونو کې د تګ راتګ د محدودیت لپاره د څارځایونه جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، اوه ورځې کېږي چې کابل کې کرځ بندیز لګول شوی او عمومي ځایونه، ښوونیز مرکزونه او پلورنځیونه تړل شوي دي.

د کابل والي ګواښ کوي که چېرې هېوادوال په کابل کې د کرځ بندیز مقررې ته پاملرنه ونه کړي تابیاوې به له دې هم سختې شي.

د کووېډ نولس ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره په لومړي ځل هرات پر تګ راتګ محدودیت وضع شو او تر هغې وروسته دغه بهیر په کابل کې هم پیل شو او تر هغې وروسته، دغه بهیر په بلخ، ننګرهار، کندهار او بدخشان ولایتونو کې هم اعلان شوی دی. 

خو ځينې هېوادوال ګرځ بندیز ته په نه سترګه ګوري او ډاکټران دغه بې غوري بیا له خپل ځان او کورنۍ سره لوبې کول بولي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه په هېواد کې د کووېډ۱۹ لس ناروغان له دغې ناروغۍ رغېدلي دي.

شریک یي کړئ