Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛ د حکومتي کارکوونکو کاري ساعت کم شو

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د کرونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره د ملکي خدمتونو او تړوني (قراردادي )کارکوونکو کاري ساعتونو ته بدلون ورکړی دی.

د دغه کمېسیون د تګلارې پربنسټ د دغو کارکوونکو کاري ساعتونه درې ساعته کم شوي دي.

د اصلاحاتو کمېسیون وايي دغه تګلاره چې د کابینې له خوا تایید شوې، له نن (یکشنبې، د وري له ۳مې) څخه د اجرا وړ ده.

په دغې تګلاره کې، راغلي دي هغه کارکوونکي چې «له ۵۸ تر ۶۵ کلونو عمر لري، ښځینه کارکوونکې چې امیندوارې دي او هغه ښځې چې ماشومان یې په دولتي وړکتونونو کې دي، د یوې میاشتې لپاره رخصت دي او په هغه صورت کې چې فعالیتونو ته یې اړتیا وي، کولای شي له کور څخه کار وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې نن په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۳۴ ته لوړې شوې دي.

دم ګړۍ دغه ویروس د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې خپور شوی دی.

شریک یي کړئ