Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛ ولسمشر د لسو زرو بندیانو د ازادۍ فرمان ورکړ

ولسمشر غني د هېواد په بندخونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه د کابو لسو زرو بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.

د توقیف خونو او بندخونو د عمومي رییس، احمد راشد طوطاخېل وايي چې د زندانیانو ډېر تراکم له کبله د ولسمشر غني فرمان له مخې به راتلونکو لسو ورځو کې دا زندانیان خوشې شي.

ښاغلي طوطاخېل زیاتوي هغه کسان به خوشې شي چې ملي امنیت ضد جرایم نلري او ټولنې ته ګواښ نه وي.

د عامې روغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز وايي چې دا د کرونا ویروس مخنیوي لپاره یو ګام دی:«ځکه دا ناروغي[کووید ۱۹]نه درملنه لري او نه هم واکسین، یواېنۍ لار یې د مخنیوي احتمامات دي ـ هغه تابیاوې چې ډېرې آسانې دي او کولی شي د میلیونونو کسانو ژوند وژغوري.»

په همدې حال کې لوی څارنوال، فرید حمیدي وايي هغه کسان چې د د ملي امنیت او مختل کولو او ترهګریزو کړنو کې په لاس درلودو تورن دي نه خوشې کیږي:«بله مسله چې دې فرمان کې ده او خلک پرې پوه شي دا ده، هغه کسان چې د کورني او بهرني امنیت جرایمو او ترهګریزو جرایمو له کبله بند کې دي، نه خوشې کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۴ ته رسېدلی او څلور نور مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د هرات او کندهار شپږ تنه روغتیايي کارکوونکي هم په مشکوکو کسانو  کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۴ ته رسېدلی او څلور نور مړه شوي دي

شریک یي کړئ