Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛ ۱۰۵  تازه پېښې ثبت او یو تن هم مړ شوی

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۰۵ مثبتې پېښې ثبت شوې او یو تن هم د یاد ویروس له کبله مړ شوی دی.

د مالوماتو له مخې چې نن(چهارشنبې د زمري په ۸مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي ښیې، تازه ثبت شوې پېښې د ۴۰۸ مشکوکو کتل شویو نښو پایله ده.

له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶ زره او ۴۷۳ ته رسیږي چې له ډلې یې ۹۸۱۳ فعالې دي.

همداراز د ټولو مړو شویو کسانو شمېر هم ۱۲۷۱ ته رسیدلی.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تر اوسه د هېواد په کچه د کرونا ویروس لپاره ۸۸ زره او ۲۰۲ مشکوکې نښې کتل شوې دي.

تازه پېښې ۱۷ یې کابل، ۳۶ یې هرات، ۱۲ یې بامیان، ۲ ننګرهار، ۶ دایکندي او ۳۲ غور ولایت کې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ