د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۲۳۹ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي او دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۳، ۱۹۰ ته ورسید چې له ډلې یې ۱۲زره او ۱۸۹فعالې دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(دوشنبې د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) یې خپاره کړي، ښیې تېره شپه ورځ کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله ۳۴ تنه مړه شوي چې ۱۰ تنه یې کابل کې وو.
له دې سره هېواد کې د یادې ناروغۍ له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۸۹۸ ته ورسید.
د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې ۷۳۷ تنه د کوویډ نولس ناروغان روغ شوي هم دي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند، اکمل سمسور هم خبري ناسته کې وویل چې د ۴۱ -۵۰ کلنو کسانو ترمنځ د کرونا ویروس له کبله د مړینې کچه ۱۹ سلنه ده.