Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛ ۲۷۱ مثبتې پېښې ثبت او ۱۲ ناروغان مړه شوي

د هېواد د عامې روغتیا ریاست د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې  هېواد په کچه د کرونا ویروس ۲۷۱ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې او له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۱،۲۳۸ ته ورسید.

د یاد وزارت د خپرو شویو مالوماتو له مخې چې نن دوشنبې(د چنګاښ په ۹مه نېټه) یې شریک کړي ښیې چې اوسمهال هېواد کې د کرونا ویروس ۱۶،۵۷۱ پېښې فعالې دي.

همداراز تېره شپه ورځ کې د ۱۲ د کوویډ ۱۹ ناروغان مړه شوي چې ۴کابل، ۱ هرات، ۴ پروان او ۳ هم ننګرهار ولایت کې دي، له دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۷۳۳ ته رسیږي.

د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې ۱۳۳۰ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي هم دي  او له دې سره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر هم ۱۳،۹۳۴ ته ورسید.

تازه پېښې د هېواد په شپاړلسو ولایتونو کې ثبت شوې چې ۱۳۰ یې کابل، ۳۰ هرات، ۱۲ کندهار، ۲۸ بلخ، ۳ ننګرهار، ۱۴ تخار، ۱۳ بامیان، ۷ بغلان، ۴ بادغیس، ۱۲ نیمروز، ۱ وردک، ۱لغمان، ۵ کنړ، ۴  هلمند، ۵ پنجشېر او ۲ هم زابل کې ثبت شوې دي.

تېره شپه ورځ کې د ۱۲ د کوویډ ۱۹ ناروغان مړه شوي چې ۴کابل، ۱ هرات، ۴ پروان او ۳ هم ننګرهار ولایت کې دي

شریک یي کړئ