Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'که چېرې روغتیايي سپارښتنې پلي نه شي ناورین به رامنځته شي'

د اسلامي طبي ټولنې مشر خبرداری ورکوي که چېرې تر دې ډېر د حکومت او خلکو له لوري د روغتیايي سپارښتنو د عملي کولو په برخو کې بې غوري وشي؛ نو کورونا ویروس به یو ځل بیا په افغانستان کې خپلې لوړې کچې ته ورسیږي او له امله به یې ډېر کسان هم مړه شي.

د دغې ټولنې مشر سید خال راشد وايي چې حکومت د کورونا ویروس په مدیریت کې بې وسه دی او د دغه ویروس د مخنيوي د پروګرام په عملي کولو کې ناکامه دی.

ښاغلي راشد زیاته کړه:«حکومت جدي عکس العمل نه درلود او تابیاوې یې ونه نیولې، اوس یې هم ډېره سطحي نیول شوې خلک یو بل په غېږ کې نیسي یوازې د لاس ورکولو مسله نه ده او دا د اندېښنې وړ ده او زه فکر کوم چې خدای مه کړه یو ځل بیا د لوړ پړاو ته ونه رسېږو.»

سره له دې چې حکومت په ښارونو کې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره پر تګ راتګ د محدودیت د لرې کولو په اړه تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي؛ خو په ښارونو کې وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی او له پارکونو سربېره رسټورانټونه هم بېرته پرانیستل شوي دي.

د کابانا رسټورانټ کارکوونکی ارغوان بهزاد وايي:«د کورونا کړکېچ ټول رسټورانټونه له جدي ستونزو سره مخ کړل او موږ له کرنټین وروسته خپل فعالیت له سره پیل کړي.»

د کابل اوسېدونکی عبدالفتاح هاشمي هم وویل:«ټول ځای پرانیستی دی کرنټین نشته رسټوارنټونه، تفریح ځایونه، پارکونه ټول پرانیستي دي او د کرنټین مسله یوازې په ښوونځي او پوهنتون کې پاتې ده.»

سره له دې چې عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو په شمېر کې له کمېدو خبر ورکړی؛ خو ځینې هېوادوال وايي، پر دولتي روغتونونو یې خپل باور له لاسه ورکړی او همدې مسلې ته په کتو سره څوک د کورونا ویروس د معاینې او یا هم درملنې په موخه روغتونونو ته نه ځي.

پلازمېن مېشتی وحیدالله وايي:«د خلکو په کورونو کې کورونا زیاته شوې خلک روغتونونو ته نه ځي او ځانونه یې په کور کې کرنټين کړي دي.»
 
د ویلو ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ویروس ۲۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او ورسره په هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۳۴ زرو ته ورسېد.

شریک یي کړئ