Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورونا په وړاندې بې پروايي؛هراتیانو اختر له راشه درشه سره ولمانځه

په داسې حال کې چې د هرات والي، له اختر مخکې ټینګار وکړ چې د اختر په ورځو کې به یوځل بیا ګرځ بندیز ولګول شي، خو د اختر په دوو ورځو کې په هرات کې د حکومت له خوا هېڅ ډول بندیز نه دی لګېدلی او د هرات ښار په واټونو کې ګڼه ګوڼه پر خپل ځای دی.

د هرات اوسېدونکي د کورونا ویروس ګواښ په پام کې نه نیولو سره خپل اختریزه راشه درشه وکړه.

د هرات والي سید وحید قتالي په دې اړه وویل:«ځکه موږ اټکل کوو چې د اختر په ورځو کې زموږ د اړیکې کچه لوړه وي، له دې امله د اختر ورځې په بشپړه توګه له خپل ټول ځواک څخه استفاده کوو او د خلکو د ګڼې ګوڼې او د اختریزې راشې درشې مخنیوی کوو.»

دم ګړۍ په هرات کې ۱۷۷۳ تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته دي او د دغې ناروغۍ کچه په څو وروستیو ورځو کې څو برابره زیاتوالی موندلی دی.

له دې ټولو سره، د هرات څلور مېلیوني ښار د اختر په دوو ورځو کې له پراخې راشه درشې سره ولمانځل شو او خلک روغتیايي سپارښتنو ته اهمیت نه ورکوي.

د هرات اوسېدونکی نعیم وايي:«اړتیا ده؛ د دې لپاره چې بې کاري ده. نه شو کولای چې په خپلو کورونو کې کېنو. ۴۰ ورځې قرنطین و. په خپلو کورونو کې وو. نور ونه شو او راووتلو او ښار ته راغلو ځکه چې اړ یو کار وکړو.»

د هرات د عامې روغتیا ریاست ګواښ کوي که چېرې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیول شي، د کورونا له امله به د مړینې کچه لوړه شي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی وايي:«له ماسک څخه استفاده لازمي ده. که چېرې رعایت نه کړئ، موږ ښايي په هرات ولایت کې د کووېډ نولس ناروغۍ پېښې به زیاتې شي.»

بلخوا ځينې نورې کورنۍ د کمپاین له پيلولو سره د هرات اوسېدونکي هڅوي چې اختر په خپلو کورونو کې تېر کړي او د ټلېفوني اړیکو له لارې له خپلو خپلوانو سره اختر مبارکي وکړي.

د هرات بله اوسېدونکي سوسن نویسا څرګندوي:«ما او خاوند مې پرېکړه کړې چې حتا د اختر په ورځو کې اختریز دسترخوان هوار نه کړو، ځکه شونې ده زموږ یو له خپلوان کور ته راشي او متوجه نه وي ویروس له ځان سره کور ته راولېږدوي.»

د هرات بل اوسېدونکی جواد عمید هم وویل:«موږ سږکال پرېکړه لرو چې په اختر کې په کور کې پاتې شو او د ټلېفوني اړیکې له لارې خپلو خپلوانو ته اختر مبارکي ورکړو. ځکه چې پر کورونا ویروس اخته کېدل ورځ تر بلې جدي کېږي.»

کابو دوه میاشتې کېږي چې هرات ښار په قرنطین کې دی. موږ په وروستیو اوونیو کې په غیررسمي توګه دغه قرنطین لیرې کړی او خلک خپل کار او فعالیتونو ته ستانه شوي دي.

شریک یي کړئ