محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: اسلامي امارت څه دی؟
په افغانستان کې د طالبانو پنځه کلن امارت څنګه و؟ مشر یې څه ډول ټاکل کېده ،او خلک د اسلامي امارت د مشر په ټاکلو څه رول لري؟
تر هغه وروسته چې افغانستان د ډاکټر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته په کورنیو جګړو کې ښکېل شو؛ د ملا محمد عمر په مشرۍ په کندهار کې د اسلامي امارت بنسټ کېښودل شو. دې ډلې ډېر ژر د هېواد پراخې سیمې لاندې کړې او پنځه کاله یې د واک واګي په لاس کې لرل.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د پروان پخوانی والي، محمد عاصم عاصم
د پوهنتون استاد، محمداکرم عارفي
د سیاسي چارو کارپوه، محمدداوود عابدي
لیکوال، خلیل رومان