محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: د کورنیو او دفاع وزارتونو ته د سرپرستانو معرفي
د ولسمشر د حکم له مخې حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت او جنرال یاسین ضیا د هېواد دفاع وزارت سرپرستانو په توګه ټاکل شوي دي.
د هېواد د ملي امنیت شورا د یادو بدلونونو خبر ورکړی او همداراز پر ټویټر پاڼې د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه د محمدایوب سالنګي له ټاکلو هم خبر ورکړی دی.
ښاغلي حیات مخکې له دې د کندهار والي او ښاغلی سالنګي د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال و.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې غړی، نعمت الله کریاب
د ملي دفاع وزارت ویاند، روح الله احمدزی
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال، میرزا محمد یارمند