د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د لړم ۶مه نېټه
ملي دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد ۲۲ ولایتونو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړې شوې ده.
په تېرو څه کمو دوو اوونیو کې تر ډېره په کابل، هلمند، نیمروز، میدان وردګ، بدخشان، تخار، کندز، بغلان، فاریاب او نن خوست کې د تاوتریخوالي د دوام له امله پوځیانو او مُلکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.