د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۴۰۰ د وري ۷مه نېټه
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان نفوس ۵۷ سلنه زیاتوالی لرلی دی.
د دغو شمېرو له مخې، په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد نفوس ۳۲ مېلیونه او ۹۰۰ زرو ته ورسېد؛ خو په ۱۳۸۰ یم کال کې ټول نفوس ۱۹ مېلیونه او ۹۱ زره تنه وو.
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو له مخې یوازې په وروستیو شلو کلونو کې د افغانستان نفوس شاوخوا ۱۳ مېلیونه او ۸۰۰ زره تنه زیات شوی دی.