د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۴۰۰ د وري ۱۵مه نېټه
په ارګ کې سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې ټاکل شوې ده ولسمشر غني د راتلونکې اوونۍ په لومړیو ورځو کې هغه طرحه چې د سولې لپاره یې چمتو کړې، خپره کړي.
د سرچینې په وینا دغه طرحه درې برخې لري او د هغه جزییات ولسمشر په تېرو څو ورځو کې د ځينو هېوادونو له سفیرانو او د نړیوالو بنسټونو له استازو سره د لیدو په لړ کې شریک کړي دي.
ولسمشر غني په تېرو څو ورځو کې په کابل کې د امریکا سفارت له سرپرست، د ناټو له ملکي استازي، په افغانستان کې د یوناما دفتر له سرپرستې، د اروپايي ټولنې د ځینو غړو هېوادونو، د افغانستان د ګاونډیانو او ځينې اسلامي هېوادونو له ډيپلوماټیکواستازو سره کتلي دي