د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۴۰۰ د وري ۱۶مه نېټه
د ملي روغې جوړې عالي شورا یو چارواکی وايي چې د دغې شورا مشرتابه کمېټه د سولې په هکله د هغو طرحو پر ارزونې بوخته ده. چې د حکومت او سیاسي ګوندونو له خوا دغې شورا ته استول شوې دي.
بلخوا په ارګ کې سرچینې وايي چې ټاکل شوې ده چې ولسمشر ډېر ژر د حکومت د سولې طرحې جزییات خپاره کړي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي د ولسمشر غني د طرحې په ګډون ورته له بېلابېلو ادرسونو د سولې ۲۵ جلا جلا طرحې رسېدلي او دوی یې له منځه د یوې واحدې طرحې په چمتو کولو کار کوي.