تودې خبرې: په ۱۵ ولایتونو کې جګړې
وروستیو ۲۴ ساعتونو کې، لږ تر لږه ۱۵ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي.
د امنیتي بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، میدان وردګ، لغمان، لوګر، زابل، هرات، فراه، فاریاب، جوزجان، هلمند، بغلان او تخار په هغو ولایتونو کې دي، چې طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو په خپلواکه توګه د اوسنۍ جګړې د مرګ ژوبلې شمېرو تاییدول ګران کار دی.
لغمان یو له هغو ولایتونو دي، چې ځینو ولسوالیو کې یې ناکراري ده.
ملي دفاع وزارت وایي، لوی درستیز او د دې وزارت سرپست، محمد یاسین ضیاء تېره شپه لغمان ته تللي و او هلته یې د چاڼیزو عملیاتو خبره کړې.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
مېلمانه:
د ملي دفاع وزارت ویاند، روح الله احمدزی
د نظامي چارو شنونکی، جنرال صادق شینواری
د لوګر ولایت قومي مشر، سید فرهاد اکبري
په دې اړه مو اندونه