د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۴۰۰ د چنګاښ ۲۲مه نېټه
په داسې وضعیت کې چې د هېواد د شمال په ډېری ولایتونو په تېره بیا بلخ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي او څو ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې دي، ولسمشر غني د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره مزار شریف تللی وايي چې د طالبانو ملا به ماته شي او ټولې هغه سیمې چې د دغې ډلې لاس ته لوېدلې دي، ډېر ژر به بېرته ونیول شي.
ښاغلی غني زیاتوي، تر راتلونکو درېیو میاشتو به د هېواد په امنیتي وضعیت کې د پام وړ ښه والی راشي.
نوموړی چې، د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه مزارشریف ته تللی وو پر ملي یووالي هم ټينګار وکړ.
په دې اړه مو اندونه