د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
د لمر د ۷ بجو خبرونه د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې ۲۹ مه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي نن (پنجشنبه د تلې په ۲۹ مه نېټه) د یوه جګپوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی.
د رییس الوزرا دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې پاکستاني پلاوي له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د اسلامي امارت نورو جګپوړو چارواکو سره وکتل.
په بیان کې راغلي چې:"دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي، د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د ملکي الوتنو بېرته پیلېدو، د سپین بولدک، تورخم او غلام خان بندر د فعالیتونو ۲۴ ساعته کېدو، د افغانستان پر صادراتو د تعرفې پر کموالي، افغان مسافرینو ته د اسانتیاوو په برابرولو او د پاکستان له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پروژو د چارو پر بیا پیلولو خبرې وکړې."
په دې اړه مو اندونه