د شپني خبرونه
له طلوع-نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د طلوع نیوز د ۷ بجو خبرونه - د ۱۴۰۳ لمریز کال د زمري دویمه نېټه
د کار لومړنی ملي کنفرانس، د اسلامي امارت د جګپوړو چارواکو، د خصوصي سکټور، نړۍوالو بنسټونو او د پوهنتون استادانو له ګډون سره نن (سېشنبې، د زمري پر دویمه) کابل کې پیل شو.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت چې، دغه کنفرانس یې جوړ کړی ویلي، د کار د ملي کنفرانس له جوړېدو موخه له بېوزلۍاو بېکارۍ سره مبارزه او د هېواد په کچه کارموندنه ده.