د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
د طلوع نیوز د ۷ بجو خبرونه - د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري ۲۴مه
پاکستان په تېرو یوولسو ورځو کې ٤٠ زره افغان کډوال په جبري ډول د تورخم له لارې هېواد ته را اړولي دي.
د ننګرهار سیمهییز مسوولان وایي، پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې او دوی تازه راستنو شویو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
تورخم ښارګوټي کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر په دې هکله وايي:«په تېرو یوولسو ورځو کې تقریباً ٧ زره کورنۍ راغلې دي، چې د ٤٠ زرو په شااوخوا کې افراد لري، چې په دې کې اسناد لرونکي او غیر اسناد لرونکي، ډیپورټ کورنۍ او ډیپورټیان هم شته دي.»
په دې اړه مو اندونه