د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
د لمر د اوو بجو خبرونه، ۱۳۹۹کال د غوايي ۲۳مه نېټه
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د کابل ۱۳ حوزې دشت برچي سیمه کې پر روغتون برید د ۳ ترهګرو په وژل کېدو سره پایته رسېدلی.
خبرپاڼه زیاتوي چې پېښه کې ۴ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې څو تنو وسله وال کسان نن(سې شنبې د غويي په ۲۳مه نېټه) د کابل ۱۳مې حوزې په دشت برچي سیمه کې پر روغتون برید کړی دی.