د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ د چنګاښ ۱۴مه نېټه
د جمعیت اسلامي ګوند د ځینو مشرانو ترمنځ د اختلافونو په لړ کې، عطا محمد نور، صلاح الدین رباني او احمد ضیاء مسعود د اوږدې مودې لپاره د دغه ګوند د مشرۍ پر انحصار کېدو تورن وي.
ښاغلي نور له طلوع نیوز سره په مرکه کې ادعا کوي چې د صلاح الدین رباني او د اسلامي جمعیت د ځینو مشرانو تر منځ اوږدمهالي اختلافونه شته:«وې ویل چې په هغې جلسه کې چې قانوني صاحب وي زه نه ځم. په هغې جلسه کې چې ډاکټر صاحب عبدالله وي زه نه ځم. په هغه جلسه کې چې فلانی وي، زه نه ځم. په هغه جلسه کې چې واقف حکیمي - له اصیلو جمعیتیانو، د جمعیت ویاند - وي زه نه ځم. نو کمې جلسې ته ځئ؟ هغه جلسه چې په خپله یې خپل غړي رابللي وي او نه پوهېږم څوک دي هغوی او څوک باید وي!»