د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د زمري ۱۳مه نېټه
دوحه کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو سره هممهال، د اسټرالیا د دفاع له وزیرې سره یوې ګډې خبري غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د شمېر کمېدو په اړه د یوې سیاسې لارې په لټه کې دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو څرګنده کړه:«ولسمشر ټرمپ ډېر روښانه وویل چې د هغه غوښتنه د یوې سیاسي حل لارې پیدا کول دي چې اجازه ور نه کړي چې په افغانسان کې زموږ امنیتي ځواکونه او سرچینې کې کمې کړو. او له دې سره جوخت ډاډ تر لاسه کړو چې افغانستان هېڅکله بیا د ترهګرو ډلو لپاره پر امن پټنځای او د امریکا پر وړاندې په خطر بدل شي.»