د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د زمري ۲۷مه نېټه
د کابل په لوېدیځ کې شپږمې حوزې په اړوند سیمه کې د شهر دوبۍ ودونو تالار کې د واده مراسمو کې د ځانمرګي برید د ځينو وژل شویو مړي نن یکشنبې (د زمري په ۲۷مه)په ډلهییزه توګه کابل کې خاورو ته وسپارل شول.
د ناوې پلار وايي چې ۱۱ تنه خپلوان یې وژل شوي او درې زامن یې لاهم نادرکه دي.
د ناوي پلار محمد غلام په دې اړه وویل:«څلور خوریونه مې د وژل شویو په ډله کې دي، ورېرونه مې دي، زامن مې دي، د چا نوم ژر واخلم؟»
تمه وه چې دغې کورنۍ کې د خوښۍ جشن وشي، خو اوس په کې د غم ټغر غوړېدلی .د ناوې د کور تر خوا بیا ډلهییز قبر کېندل کېږي، څو د وژل شویو کسانو مړي په ډلهییزه توګه خاورو ته وسپارل شي.