د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د لړم ۱۹مه نېټه
د دې سربېره چې درې ټاکنیزو ډلو او د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا، د رایو د بیاشمېرنې له بهیر سره پرېکون وکړ او ځينو نورو ټاکنیزو ډلو د رایو بیا شمېرنې له طریقې سره مخالف دي، خو د ټاکنو کمېسیون بیا هم په کابل کې د رایو بیا شمېرنې بهیر پيل کړی او وايي چې دا بهیر به سبا په ټول هېواد کې پیل شي.