Skip to main content
وروستي خبرونه
د شپني خبرونه

د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د لړم ۲۳مه نېټه

په مشروط ‌‌‌‌‌‌ډول له بګرام زندانه د انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان له خوشې کولو درې ورځې وروسته یوشمېر سرچینې وایي چې د حقاني ‌‌‌‌‌‌ډلې دا درې مهم غړي تر اوسه طالبانو ته نه دي سپارل شوي.

د دغو سرچینو په وینا، د حقاني ‌‌‌‌‌‌ډلې دا غړي له دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې سره په بند کې، افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو سره د تبادلې په موخه قطر کې د امریکا ا‌‌‌‌‌‌ډې ته لېږدول شوي وو.

سر چینې زیاتوي چې تبادله نه ده شوې او د انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان بېرته د بګرام زندان ته استول شوي دي.

ولسمشر غني سې شنبې (د لړم په۲۱مه نیټه) د حقاني ‌‌‌‌‌‌ډلې د یادو غړو د خوشې کولو اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان په ۲۰۱۶کال کې د دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو په بدل کې په مشروط ‌‌‌‌‌‌ډول له بنده خوشې کېږي.

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews