د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د لړم ۳۰ مه نېټه
د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د ژر اعلان هیله څرګندوي، وايي چې دغه تړون د افغان ځواکنو د روزنې په موخه افغانستان کې فعالیت کوي، او د ټاکنو په بهیر کې به مداخله ونه کړي.
سټولټنبرګ چې د ناټو په مقر کې خبرې کولې زیاته کړه چې اوس اړتیا ده څو ټاکنیز بنسټونه په افغانستان کې د رایو د بیا شمېرنې بهیر بشپړ کړي او د ټاکنو پایلې اعلان کړي.
د ناټو عمومي منشي همداراز د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په تړاو هیله څرګندوي چې د افغانستان د سولې خبرې له سره پیل شي.