Skip to main content
وروستي خبرونه
د شپني خبرونه

د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د وږي ۱۱مه نېټه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تاییدوي چې واشنګټن په اصولو کې له طالبانو سره موافقې ته رسېدلی دی.

هغه له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې د دغې هوکړې پر بنسټ به په لومړي پړاو کې کابو پنځه زره امریکايي سرتېري له پنځو اډو بهر شي، او د دغې هوکړې پر بنسټ به په لومړي ګام کې په پروان او کابل ولایتونو کې تاوتریخوالی کم شي.

د افغان سولې لپارد د امریکا ځانګړی استازی زیاتوي په دې هکله چې دا هوکړه به چېرته او په کومه کچه د دواړو لوریو د استازو لخوا لاسلیک شي، ولسمشر ټرمپ به تصمیم ونیسي.

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews