د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د وږي ۱۸مه نېټه
ولسمشر غني د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست د معرفۍ پرمهال وايي چې د سولې خبرې اترې له اوربند پرته شونې نه دي.
ښاغلي غني وايي چې په سولې خبرو اترو کې جمهوریت د معاملې وړ نه دي او افغان حکومت د سولې خبرو اترو یوازینی ادرس دی.
ولسمشر غني په هغو مراسمو کې چې اجراییه رییس پهکې حاضر نه و، احمد ضیا سراج یې د ملي امنیت ریاست د نوي سرپرست په توګه معرفي کړ.