د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د چنګاښ ۱۰مه نېټه
نن له غرمې مخکې (دوشنبې د چنګاښ په ۱۰مه) د نهو بجو په شاوخوا کې ځانمرګو بریدګرو د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند سیمه پل محمود خان د ملي دفاع وزارت د لوجستیک پر مرکز برید وکړ.
دغو بریدګرو لومړی له چاودېدونکو توکو ډګ موټر ته د دغه مرکز په دروازه کې چاودنه ورکړه او وروسته دغه مرکز ته ننوتل او په نښتې یې پیل وکړ.
دا چاودونه دومره ځواکمنه وه چې د هغه غږ د کابل ښار په لیري سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي چې په دغې پېښه کې تراوسه یو تن وژل شوی او کابو سل تنه نور ټپيان دي چې روغتونونو ته لېږدول شوي دی.