د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د کب ۱۶مه نېټه
نن (جمعه، د کب ۱۶مه) کابل کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو برید له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو.
له دې ډلې د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي چې د هغه د وینا پر مهال دغه برید پیل شو، وايي چې د دغې پېښې په هکله ډېرې پوښتنې شته چې حکومت یې باید ځواب کړي.