د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د زمري ۱۳مه نېټه
د کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې په لسو ولایتونو کې په ۳۸ بریدونو سره خپل اعلان کړی اوربند مات کړی دی.
د امنیتي ادارو د رپوټونو له مخې د اوربند په دغو درېیو ورځو کې طالبانو د ماینونو ۱۹ چاودنې کړې دي، ۱۵ ځایه یې د ولایتونو پر ځينو برخو ډزې کړي دي، دوه ځلي یې امنیتي ځواکونو ته کمین نیولی دی، درې تنه یې وژلي دي او شپږ تنه نور یې ټپيان کړي دي.