د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۹ د چنګاښ ۲۳مه نېټه
د امنیتي بنسټونو د هغو شمېرو پربنسټ چې طلوع نیوز ترلاسه کړي، افغانستان ته د سولې راوستو هوکړه لیک له لاسلیک یوه میاشت مخکې او له هغې څلور میاشتې وروسته، طالبانو په هېواد کې ۵۹۴۲ بریدونه کړي دي.
په دغې موده د تېرکال د کب میاشتې پیل او د روان کال د غبرګولي پای شاملېږي، دولتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ د طالبانو په وړاندې ۱۶۰۰ بریدونه ترسره کړي دي.