نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: دوحه کې د سولې مذاکرات
په دوحې کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو له پرانېستل کېدو د ۲۳ ورځو په تېرېدو سره، لا تر اوسه هم د افغانستان د سولې د اصلي خبرو برخلیک نه دی روښانه شوی.
د سولې د مرکچیانو تر منځ د مذاکراتو د کړنلارې په جوړولو کې له څو اونیو بحثونو وروسته اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي او د تماس ډلو هم له شپږو ورځو راهیسې هېڅ ناسته نه درلوده.
له دې سره سم، د مرکچیانو تر منځ د اختلافونو د لمنځه وړلو لپاره ډيپلوماټيکې هڅې هم پیل شوي او ورسره جوخت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي مشر د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي استازي سره لیده کاته او خبرې اترې کړي دي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د پوهنتون استاد، جاوید جاوید
د مدني ټولنو د فدریشن مشر، صدیق منصور انصاري