نیمه ورځ
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
نیمه ورځ: د کوثر پر ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید پر څرنګوالي بحث
د کوثر د ښوونیز مرکز پر زده کوونکو ځانمرګی برید څنګه وشو؟
د امنیتي بنسټونو د مالوماتو له مخې، بریدګر کوثر ښوونیز مرکز ته تر ننوتو مخکې د یاد مرکز د ساتونکو له لوري پېژندل شوی او هغه بیا د هغو زده کوونکو په منځ چې له خپلو ټولګیو د وتو په حال کې وو، خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
د پېښې شاهدان وايي، بریدګر پوځي جامې اغوستې وې.
پر دغه ښوونیز مرکز ۳ کاله مخکې هم د یوه برید هڅه شوې وه؛ خو په هغه وخت کې بریدګر د خپل لاسي بم د چاودنې امله وژل شوی وو.
سیاسي او پوځي چارو شنوونکی، محمد حکیم ساپی
د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر، لعل ګل لعل
د پوهنتون استاد، عباس عارفي